د شهیدانو او معلولینو په سکتور کې د اصلاحاتو رامنځته کولو او ستونزو ته د رسیدنې بهیر به نور هم چټک شي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۱۶:۲۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو په سکتور کې د اصلاحاتو رامنځته کولو او ستونزو ته د رسیدنې بهیر به نور هم چټک شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي نن د خپل کار په دفتر کې په ولسي جرګه کې د دایکندي د خلکو له استازی ښاغلی علی اکبر جمشیدی او د یاد ولایت د ولایتي شورا له یو شمیر وکیلانو سره وکتل.

ښاغلي جمشیدي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ له لوري د مرکز او ولایتونو په کچه د وروستیو اصلاحاتو او پرمختګونو ستاینه وکړه وویل، چې په تېر کې په دې برخو کې ډېرې ستونزې موجودې وې، اوسمهال یې له منځه وړلو ته جدي اړتیا وه.

دوی همداراز د دایکندي ولایت د ځینو شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزې هم شریکې کړې. د دې تر څنګ یې د اصلاحاتو په روان بهیر هم ټینګار وکړ.

ښاغلي آریوبي وویل، چې په دې اداره کې بنسټیز اصلاحات او روڼتیا رامنځته کول یې د کارونو په لومړیتوب کې و او ژمن دی، چې یاده لړۍ دومداره وساتي او دغه بهیر نور هم چټک کړي. ښاغلي آریوبي د ولس استازو ته ډاډ ورکړ، چې د مرکز او ولایتونو په کچه به د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته هر اړخیزه رسیدګي وشي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۸
Background image

په کاپیسا ولايت کې پر (٢٠٠) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت کی د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د( ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې په يادو مرستو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۵
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم قاري عبدالکریم حلیمي د تخار ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (ZFA) مرستندويه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې درې بورې اوړه، درې بوتله غوري، وریجې. . .

BACK TO NEWS