د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې پر (۱۲۰) تنو زده کوونکو باندې مرستې وویشل شوې

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۳:۴۳
mmd

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې پر (۱۲۰) تنو د حرفوي زده کړو په زده کوونکو باندې د خوراکي توکو مرسته چې په هغه کې( غوړي، اوړه، بوره، لوبيا، دال، او مالګه) شامل وو، وویشل شوه  او هر زده کوونکي ته (۳۶۶۰) افغانۍ د نغدي مرستو په توګه هم ورکړل شوې.

د یادو مرستو د ویش پر مهال د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د ټولنیزو چارو د تنظیم او د څارنې او ارزونې رياستونو استازو او د (HHRD) خیریه مؤسسې مسؤلينو حضور درلود.

په ورته وخت کې د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد د یادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۹:۴
Background image

په بغلان ولايت کې پر یو شمېر مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري پر (۲۷) تنو مستحقو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې.

د‌ یادو مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو‌، پلان او تقنین چارو رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون په موخه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په ياد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چی په هغه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې د کاري بهیر د لا ښه والي، مؤثرې همغږۍ او د کړنلارو د دقیق. . .

BACK TO NEWS