د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې په مرکز کې د حرفوي زده کړو له یوسل شل (۱۲۰) تنو زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

په يادې ازموېنې کې د شپږو حرفو زده کړو (موبايل، موټرسايکل، جنراټور، يخچال، آيرکنډيش، د برقي وسایلو
ترمیم، کمپيوټر او خياطۍ) زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د دې تر څنګ د یادو زده کوونکو لپاره د ديني علومو، پښتو، دري او انګليسي ژبو د زده کړو لنډ مهاله کورسونه هم په لاره اچول شوي وو چې د یادو زده کوونکو څخه هم د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه.