د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د هیلپینګ هنډز خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د حرفوي زده کړو يوسل او شل (۱۲۰) تنو زده کوونکو باندې خوراکي توکي وویشل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له دې وړاندې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې یو سل او شل (۱۲۰) تنو یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو ورکشاپ په لاره اچولی وو، چې د هیلپینګ هنډز خیریه مؤسسې له لوري او د یاد وزارت سره په همغږۍ هغوی ته خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، بوره، دال او مالګه شامل وو، وویشل شول.
په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې جوړ شوی وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د یاد وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د هیلپینګ هنډز خیریه مؤسسې مسؤل محترم شاکرالله امین او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو شمېر آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
د دې پروګرام په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هڅه کوي، چې یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو پروګرامونو په لاره اچولو سره هغوی د ځان بساینې په لور وهڅوي تر څو یتیمان او معلولین د خپل ځان او کورنۍ لپاره د خدمت جوګه شي او په راتلونکي کې نورو ته اړ نه وي.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د يادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: په هېواد کې د اسلامي نظام په راتګ سره د ډاډمن امنيت فضا رامنځته شوې او د هر ډول خدمتونو د وړاندې کولو زمينه برابره شوې ده.
نوموړي د حرفوي زده کړو د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل: له رامنځ ته شوي فرصت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړئ او د حرفوي او مسلکي زده کړو په برخه کې هڅه وکړئ، ترڅو تاسو او ستاسو کورنۍ په بشپړ ډول پر ځان بسیا شي.هغه د ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د سنت او شريعت سره سم خپل سیرت او صورت برابر کړي.
ورپسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د کډوالو ناورین او د یتیمانو او معلولینو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د رامنځ ته شوي فرصت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زياته یې کړه: ډیر د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د يتيمانو او معلولينو لپاره په شپږو برخو کې (خیاطي، مبایل، کمپیوټر، یخچال، آیرکنډیشن، موټر سایکل، جنراټور او برقي وسایلو د ترمیم) د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره شوې ده.
نوموړي د ورکشاپ ګډونوالو ته وويل: تاسو د هېواد راتلونکي ياست او د هڅې او زیار پر ایستلو سره کولای شئ د دې خاورې او خلکو ارمانونه پوره کړئ، نو له دې زرین چانس څخه پوره ګټه پورته کړئ او خپل ارزښتناک وخت بې ځایه مه ضایع کوئ. نوموړي همدارازد یادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه.
په دې پروګرام کې د هیلپینګ هنډز خیریه مؤسسې (HHRD) مسؤل محترم شاکرالله امین د دې مؤسسې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دې مؤسسې د هغو هوکړه لیکونو پر بنسټ چې د شهیدانو او معلولینو چارو له وزارت سره یې لاسلیک کړي، د بدیل معیشت او خوراکي خوندیتوب، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ژمنېو توکو چمتو کولو او همدارنګه معلولینو ته د ویلچیرونو د ویش په برخو کې همکاري کوي.