د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د مراجعينو نظرونه، غوښتنې او وړانديزونه واوريدل

sadiq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۳:۳۶
hg

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د مراجعينو نظرونه، غوښتنې او وړانديزونه واوريدل

نن سه شنبه د کب ۱۸مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د وزارت په انګړ کې د مراجعينو ستونزې، غوښتنې، وړاندیزونه او غوښتنې واوريدې او د حل لپاره يې ډاډ ورکړ.

ښاغلي فاروقي مراجعينو ته په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د وزارت ټول چارواکي او کارکوونکي د مراجعينو په خدمت کې دي او دوی مسوليت لري چې ستاسو کارونو او ستونزو ته پر وخت رسيدنه وکړي.

نوموړي د وزارت له مراجعينو څخه وغوښتل چې د وزارت مسوولينو لخوا د چارو د ځنډ او خنډ په صورت کې دې له ده سره اړيکه کې شي، څو ستونزو ته يې په چټکه توګه رسيدنه وشي.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د معاشونو د ځنډ پوښتنې په ځواب کې وويل: چې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو اسنادو له منځ څخه د خيالي اسنادو پاکولو او باطلولو څخه وروسته، کوم چې د جمهوري رياست د حکم پر بنسټ د رامنځته شوې کميټې له لوري کتل او ارزول کېږي، پاتې حقوق به د ټولو مستحقو کسانو لپاره حواله شي.

ښاغلي فاروقي د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو څخه غوښتنه وکړه، چې د فساد مخنيوی او د روڼتيا ټينګښت په موخه دې ژر تر ژره برېښنايي تذکرې واخلي، څو د ۱۴۰۰ھ ل کال لپاره خپل حقوق ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS