د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو د څېړنې کميسيون له غړو سره وکتل

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۰:۳
sac

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو د څېړنې کميسيون له غړو سره وکتل

نن سه شنبه (۱،تلې) د ولايتي سفر په ترڅ کې، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدين آريوبي، د پکتيکا محترم والي مجيب الرحمن څمکني په ګډون، د ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څېړنو کميسيون له غړو سره ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د پکتيکا د محکمې، لويې څارنوالۍ، عامې روغتيا، د احصايې او معلوماتو ادارې او ملي امنيت رئيسانو، د شهيدانو او معلولينو چارو آمر او د ولايت مقام باصلاحيته استازو ګډون درلود.

محترم آريوبي صيب، د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څيړنې کمېسيون له غړو سره د ياد کمېسيون پر کار او د اسنادو د څيړنو پروسې د لا شفافيت په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتيا خبرې وکړې.

د ښاغلي آريوبي په خبره، چې دوی ته د شهيدانو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو حل لومړيتوب لري او هغوی ته د ژوند له لومړنيو اړتياوو را نيولې تر روغتيايي او تحصيلي زمينو برابرولو پورې اسانتياوې بايد برابرې شي.

نوموړي د پکتيکا اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د شهيدانو وارثينو، کورنيو غړو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.

د ناستې په پای کې د پکتيکا د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنې کميسيون غړو له محترم وزير صيب او ور سره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ياد ولايت د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو غوښتنې، ستونزې او وړاندېزونه يې له نږدې واورېدل او په همدې موخه يې پکتيکا ته سفر را وکړ.

ښاغلي لعل الدين آريوبي د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو پروسې پر شفافيت د ټينګار تر څنګ، د وزارت له اړخه له ټولو ولايتي چارواکو سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۲
Background image

په بلخ ولایت کې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶) میلیونه، (۴) زره او (۷۰۰) افغانۍ پر (۱۴۹) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې په منظم او عادلانه ډول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې په (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یتیمانو د‌ ملاتړ په موخه د (HHRD) مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۵۱
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۴۰) مستحقو یتیمانو باندی نغدي مرستې وویشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند پر (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان. . .

BACK TO NEWS