د برېښنايي سيسټم پلې کیدو سره سم به د شهيدانو ورثې او معلولينو ځنډيدلي حقوق حواله شي

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۱۵:۴۴
cs

د برېښنايي سيسټم پلې کیدو سره سم به د شهيدانو ورثې او معلولينو ځنډيدلي حقوق حواله شي

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د لوګر ولايت له معلولينو استازو سره وکتل او د هغوی ستونزې، غوښتنې، مشورې او وړانديزونه يې واوريدل.

د ناستې په پيل کې د لوګر ولايت د معلولينو شورا رئيس شامحمود حسين خېل د معلولينو په استازيتوب ښاغلي فاروقي ته د نوي مسووليت مبارکي ورکړه او په چارو کې يې ورته د برياوو او لاسته راوړنو هيله وکړه.

د ناستې ګډونوالو هر يوه په خپل وار له ښاغلي فاروقي سره، په لوګر ولايت کې د معلوليت لرونکو وګرو د معاشونو د ځنډ، سرپناه، زدکړو، کارموندنې، بانکي سازۍ، برېښنايي سیسټم، د برېښنايي تذکرو ويش او د نویو تثبیت معلولينو پروسې په برخو کې موجوده ستونزې شريکې کړي او د حل غوښتونکي شول.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حمدالله فاروقي، ددوی له راتګ او مبارکۍ څخه مننه وکړه، په راغلو کسانو کې يې د ښځو شتون مثبت ګام وګاڼه او د هغوی د فعاله ګډون ستاینه يې وکړه.

د ښاغلي فارقي په خبره، چې څلور لسیزې تحميلې جګړې د افغانانو لپاره له ويجاړۍ او تباهۍ پرته بل څه په ميراث نه دي پريښي او اوس هم هره ورځ د همدې ناوړه جګړې له امله د شهيدانو او معلولينو شمير مخ پر زياتېدو دی.

ښاغلي فاروقي د دوی ستونزو او غوښتنو په ځواب کې وويل، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ژمن دی، چې له شته امکاناتو او سرچينو څخه په اعظمي ګټې اخيستنې سره د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه وکړي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د برېښنايي سيسټم له پلې کیدو سره سم به د شهيدانو مستحقې ورثې او معلولينو ځنډيدلي حقوق حواله شي.

په پای کې د لوګر معلولينو استازو ښاغلي فاروقي ته د مبارکۍ ترڅنګ د عزت او درناوي په پار چپنه هم ډالۍ کړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS