د اسنادو او وثيقو تر څېړنې وروسته به د نوي کال په لومړيو کې د شهيدانو مستحقې ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ته پاتې حقوق ورکړل شي

sadiq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۹:۱
sds

د اسنادو او وثيقو تر څېړنې وروسته به د نوي کال په لومړيو کې د شهيدانو مستحقې ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ته پاتې حقوق ورکړل شي

د افغانستان د معلولينو سرتاسري شورا مشرتابه او غړو د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي سره وکتل.

د یادې شورا ریيس، غړو او له ولایتونو نه د معلولینو او د شهيدانو ورثې استازو د شهیدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د رامنځته کېدو د دوه کلن بريالي ماموريت له کبله وزارت مشرتابه ته مبارکي وويله او په دې برخه کې يې د ښاغلي آريوبې هڅې، اراده، کار، اصلاحات، روڼتيا، د بیروکراسۍ کمول، د سيسټم برېښنايي کول او د فساد پر وړاندې مبارزه وستايل او په چارو کې يې ورته د لا برياوو هيله وکړه.

د افغانستان د معلولينو سرتاسري شورا ریيس مسعود صافي وويل، چې د ښاغلي آريوبي په مشرۍ له تېرو دوو کلونو راهيسې د دې وزارت پرمختګونه او بريالی مزل بې مثاله دی. نوموړي زیاته کړه چې چا ته به اجازه ور نه کړي چې د روانو اصلاحاتو، پرمختګونو او شفافيت پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

ښاغلي صافي او له ولايتونو نه راغلو د معلولينو استازو هر يوه په خپل وار په مرکز او ولايتونو کې د حقوقو ځنډيدل، د قانون تطبيق، معلولينو ته د سولې په پروسه کې ونډه ورکول، د دولت په ټولو برخو کې د دوی سياسي ګډون، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په لارښود کې سمون راوستل، د زده کړو زمينو برابرول، معلولينو ته کاري چاپيريال را منځته کول، د ځمکو ويش او نور مسايل شريک کړل.

د ګډونوالو د ستونزو، غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدين اريوبي دوی ته هم د وزارت د دوه کلن بريالي ماموريت په پار مبارکي وويله او د هميشني ملاتړ او دوامدارې همکارۍ له امله يې ترې مننه وکړه.

نوموړي خوښي څرګنده کړه چې د راتلونکي ۱۴۰۰ لمريز کال لپاره د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له لوري وړاندې شوې بودیجه د ماليې وزارت له لوري منل شوې، چې له مخې به يې په مرکز او ولایتونو کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو او وثيقو له څېړنې او ارزونې وروسته به ټولو مستحقينو ته ځنډيدلي حقوق د را روان کال په لومړۍ ربعه کې، په يوځايي ډول ورکړل شي.

همدارنګه يې زياته کړه، چې د سولې په پروسه کې د ګډون او استازولۍ په تړاو به د سولې ملي پخلاينې شورا سره په همغږۍ کار وکړي، تر څو د سولې په پروسه کې هم د ونډې زمينه برابره شي.

دده په خبره، چې معلولينو ته په ملي دسترخوان برنامه کې د ونډې لپاره له اړوندو ادارو سره له نږدې کار کوي او په دولتي ادارو کې د سياسي ګډون په برخه کې زيات کار شوی، چې پرمختګونه، لاسته راوړنې هم لري او په دې تړاو يې هلې ځلې دوام لري‌.

ښاغلي اريوبي څرګنده کړه، چې د زده کړو، روغتيا، د نمرو وېش، کارموندنې او نورو برخو کې يې هم لازم اقدامات کړي او په راتلونکي کال کې به د لا زياتو لاسته راوړنو شاهدان وو.

ده د افغانستان د معلولينو سرتاسري شورا څخه وغوښتل، چې د اسنادو څيړلو، برېښنايي پېژندپاڼو ویش او بايومتريک په برخو کې له وزارت سره په مرکز او ولايتونو کې همکاري وکړي، تر څو ياد بهيرونه ژر بشپړ شي او د پوره روڼتيا، دقت او سرعت له مخې مستحقين خپل حقوق ترلاسه کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS