په پروان ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۱۴

د پروان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ، پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې په عادلانه او منظم ډول ووېشلې.

په يادو مرستو کې د اوړو، وریجو، غوړيو او د نورو خوراکي موادو ترڅنګ، د حفظ‌الصحې توکي هم شامل وو.

د پروان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نیازمند هجرت د یادې مؤسسې له لوري د یتیمانو سره د ترسره شوو مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه او له نورو خیریه مؤسسو او مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې له  یتیمانو سره لا زیاتې مرستې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS