د یتیمانو او کونډو لپاره د مناسبو کورونو جوړولو په موخه د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د قرعه کشۍ پروسه ترسره شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۰:۰
mmd

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د قرعه‌کشۍ پروګرام د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د وزارت د پرمختیایي پروژو د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې مسؤلینو، ځینو کارکوونکو او د یو شمېر یتیمانو په شتون کې ترسره شو.

د یادې قرعه کشي په ترڅ کې د لسو (۱۰) تنو هغو یتیمانو نومونه چې په قرعه کشي کې ټاکل شوي، د هغوی لپاره به (HHRD) مؤسسې له لوري د کابل ولایت اړوند په ده سبز ولسوالۍ کې مناسب کورونه جوړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS