د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د حجاجو د سهمیې د وېش په موخه قرعه کشي ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۴:۳۲

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له خوا د یو شمېر شهیدانو د ورثه وو لپاره د حج سهمیې د قرعه‌کشي پروسه په شفاف ډول، د یاد ریاست رئیس محترم مولوي علاءالدين (سعد) په شتون کې ترسره شوه.

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس، محترم مولوي علاءالدين(سعد) د قرعه کشي پروسې په پېل کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دې پروسې پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او په دې پروسه کې یې د روڼټیا او شفافیت ډاډ ورکړ.

د قرعه کشي په پایله کې (۱۰) تنه مستحق کسان بریالي اعلان شول او نورو ګډونوالو هم د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست څخه د عادلانه او شفافې پروسې د ترسره کولو مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS