د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د حج فریضې د اداء کولو په موخه د شهیدانو ورثه وو تر منځ قرعه کشي ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۲:۲۷
mmd

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزارت له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د ورکړل شوې سهمیې پر اساس نن د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یو شمېر شهیدانو ورثه وو ترمنځ د قرعه کشۍ پروګرام په پوره شفافیت سره په لاره واچول شو، چې په پایله کې دولس (۱۲) تنه کسان د حج فریضې د اداء کولو لپاره بریالي اعلان شول.

د قرعه کشي پروسه د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس، د ولایت مقام او د استخباراتو ریاست او علماوو شورا د استازو په شتون کې ترسره شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د حجاجو د سهمیې د وېش په موخه قرعه کشي ترسره شوه

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له خوا د یو شمېر شهیدانو د ورثه وو لپاره د حج سهمیې د قرعه‌کشي پروسه په شفاف ډول، د یاد ریاست رئیس محترم مولوي علاءالدين (سعد) په شتون کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۹:۱۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو ته د کورونو جوړولو په موخه قرعه کشي ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري څه موده وړاندې د یتیمانو کورنیو لپاره د کورونو جوړولو په موخه سروې ترسره شوې وه.

د یادې سروې په پايله کې له ۱۲۶ کورنیو څخه ۴۶ ک. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۶:۲۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د قمر خیریه بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ژوند آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د قمر خیریه بنسټ سره د څلور (۴) میلیونه او شپږ سوه(۶۰۰) زره افغانيو په ارزښت. . .

BACK TO NEWS