په ننګرهار ولایت کې (۵۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د لیف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولایت کې پر (۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي او غیر خوراکي توکي په منظم او شفاف ډول ووېشل.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم محمد صابر ځواک د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ یې په راتلونکي کې د یتیمانو لپاره د ورته مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.