د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې د یو محراب جومات پرانیسته وشوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۲
mmd

یاد جومات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز په اساس او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د منظورې سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له بودیجې څخه په دوه پوړونو کې په اساسي ډول د (۱۱) میلیونه، (۲۲۶) زره او (۳۴۲) افغانېو په مجموعي لګښت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د اړوند څانګو رئيسانو او د وزارت کارکوونکو په حضور کې رسماً پرانیستل شو.

د دې جومات د پرانېستې په مراسمو کې محترم شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب د قرآن عظیم الشان د آیتونو او د نبوي صلی الله علیه وسلم د احادیثو په بیانولو سره د جوماتونو د جوړولو او خدمت کولو د اهمیت او لوړ مقام په اړه مفصله وینا وکړه او زیاته یې کړه: واقعي او رښتینی مسلمان هغه څوک دی چې جوماتونه جوړوي او د هغه خدمت کوي، له نېکه مرغه نن سبا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د زیاتو جوماتونو د جوړیدو چارې روانې دي خو لازمه ده چې د جوماتونو په ظاهري بڼه اکتفا و نکړو، بلکې په جماعت سره د الهي عبادت پابندي ضروري او لازمي ده.

د دې مراسمو په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د جومات د جوړېدو په برخه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ له هڅو مننه وکړه او وې ویل: د دې جومات په جوړېدو سره به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو او مراجعینو ستونزې حل شي، اوس کولای شي په دغه ځای کې هم عبادت وکړي او هم د قرانکریم د تلاوت جلسې ترسره کړي.

محترم شیخ صاحب د جوماتونو او دیني مدرسو د جوړولو لپاره هڅې د ټولنې د هر وګړي مسؤلیت او دنده وګڼله، په دې برخه کې يې د علمای کرامو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې هر مسلمان باید د خپل توان په اندازه د دیني مدرسو د جوړولو او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

د یاد وزارت د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان هم په دې مراسمو کې وویل چې د اسلامي امارت رهبري د ملي بودیجې څخه په استفادې په هېواد کې لوی عمراني پروژې په لاره اچولي دي او دا کړنه د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه اخلاص او پوره ژمنتیا څرګندوي او په کار ده چې د دې لوی نعمت شکر اداء کړو.

نوموړي همداراز د ارشاد، حج او اوقافو له وزير څخه وغوښتل، چې د تېرو کلونو په پرتله د حج په مراسمو کې سږ کال د معلولينو او يتيمانو لپاره زياته سهمیه په پام کې ونيسي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود وویل: په هیواد کې د اسلامي نظام خدمت او هر اړخیز ملاتړ د ټولنې د هر وګړی وظیفه او دنده ده. له سختو ستړیاوو او هلو ځلو وروسته الله تعالی جل جلاله افغانانو ته دا نظام ورکړ او زموږ باید د دې ستر نعمت شکر ادا کړو او په دې برخه کې باید ټول په ګډه او همغږۍ سره د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا او پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړو او په هیواد کې د نظام د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړو.

هغه همداراز زیاته کړه: د جوماتونو معنوي آبادي د خدای تعالی په ذکر او عبادت سره حاصلیږي د تاریخ په اوږدو کې دا جوماتونه د افتاء، قضاء، خیرخواهي، جهاد او د هر هغه عمل ځای وو، چې د مسلمانانو په ګټه وو، او د دې جومات جوړول یې د اسلامي امارت د مشرانو یو لوی او عظیم احسان یاد کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۲۴
Background image

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري په (۱۴۰۳) مالي کې د ترسره شویو کړنو او اجراآتو بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوو تنو کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي او محترم محمد یاسین ادیب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ تر منځ د څه باندې (۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د (۵) میلیونه،  (۸۲) زره او (۷۸۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په خوست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او اجراآتو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په مشرۍ یو هیئت چې د یاد ریاست اړوند دوه تنو مسلکي غړو هر یو. . .

BACK TO NEWS