د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د معلوماتو او ارقامو د ثبت او ساتلو په موخه ډېټابېس جوړ شو

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۱۵
mmd

د چارو د ښه مدیریت او د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ډېټابېس او معلوماتو ریاست له لوري د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو ریاست لپاره ډېټابېس جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په همدې موخه په جوړ شوي پروګرام کې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناءلله فرقاني، د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا او د ډېټابېس پروګرامر محترم یما اقبال ګډون کړی وو.

محترم مولوي باقي بالله فضلي معلوماتو ته اسانه لاسرسی، په ښه توګه در راپورونو ترتیبول، د خدمتونو د کیفیت لوړول او په آنلاین بڼه د کارولو د وړتیا درلودل، یې د جوړ شوي ډېټابېس له مهمو ځانګړنو څخه یاد کړل.

په ورته وخت کې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناءلله فرقاني د ډېټابېس او معلوماتو ریاست څخه د یاد ډېټابېس د جوړولو په پار مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست ته د چارو د ښه مدیریت لپاره هم ډېټابېس جوړ شوی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۹:۳۵
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس د امام بخاري رحمه الله دارالیتام څخه ليدنه وکړه

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مفتيشينو آمر محترم مولوي امان الله جمالي د امام بخاري رحمه الله دارالایتام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۹:۳۳
Background image

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس د دې ولایت د مارمل ولسوالۍ د علماؤ او قومي مشرانو سره وکتل

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د دې  ولايت مارمل ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ ولسوال محترم الحاج حافظ رسول ابوذر، امنیې قوماندان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۹:۳۰
Background image

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۵۳) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو (۱۵۳) تنو زده کوونکو باندې د اچ، اچ، آر، ډي نړیوالې مؤسسې له لوري خوراکي مواد چې په هغه کې وریجې، لوبیا، بوره او. . .

BACK TO NEWS