د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس د امام بخاري رحمه الله دارالیتام څخه ليدنه وکړه
د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مفتيشينو آمر محترم مولوي امان الله جمالي د امام بخاري رحمه الله دارالایتام څخه لیدنه وکړه.
د دې کتنې پر مهال یې یتیمانو ته وعظ او نصیحت وکړ، د هغوی د پلرونو وياړنې یې وستایلې او ورسره یې یوه اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې