د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس د دې ولایت د مارمل ولسوالۍ د علماؤ او قومي مشرانو سره وکتل
د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د دې ولايت مارمل ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ ولسوال محترم الحاج حافظ رسول ابوذر، امنیې قوماندان، علمای کرامو، قومي مشرانو او یو شمېر معلولينو سره له نږدې وکتل.
د دې کتنې په ترڅ کې محترم مولوي جان محمد حکمت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د حقوقو په هکله مفصلې خبرې وکړې او زياته ېې کړه: اسلامي امارت د هېواد ټولو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ځانګړې پاملرنه لري او هغوی ته پرته له هر ډول تبعيض څخه میاشتني نغدي مساعدتونه ورکوي.