په ننګرهار ولایت کې (٤٠٠) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په مرکز او چپرهار ولسوالۍ کې پر (٤٠٠) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله خوراکي توکي او قرطاسیه باب شامل وو، ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک، یتیمانو ته د مرستو وېشلو په پار د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه.
