په بغلان ولایت کې پر (۷۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۳:۳۱
mmd

د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت د مرکز په شمول په مرکزي بغلان، برکې، دوشي، خنجان او د نهرین ولسوالېو (۷۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، لوبیا، بوره، غوړي او نخود شامل وو، ووېشل.

د مرستو د وېش پرمهال د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم قاري عبدالحکیم نافذ د یادې خیریه مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه او له هغوی وغوښتل تر څو د دې ولایت له یتیمانو، کونډو او معلولینو سره لا زیاتې مرستې وکړي او هغو کسانو چې مرستې یې نه دي ترلاسه کړي، هغوی هم له مرستو څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS