په پکتیکا ولایت کې پر (۲۱) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۳۱
mmd

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولایت کې پر (۲۱) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل او په ورته وخت کې هر معلول ته زر (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.

د ویلچرونو د وېش پر مهال د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یادې خیریه مؤسسې څخه مننه وکړه او معلولیت لرونکو وګړو ته یې ډاډ ورکړ چې یاد ریاست پوره هڅه کوي د خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لازیاتې مرستې راجلب کړي تر څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند کارکوونکو شتون درلود.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۳۳
Background image

د کابل ښار د شپېتو (۶۰) تنو یتیمانو ترمنځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همکارۍ، د اسلام مبارک دین د ویاړلي تاریخ او د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم د سیرت د لا ښه پېژندنې، د یتیمانو د سالمۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د‌ همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS