په پکتیکا ولايت کې یو شمېر مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو نغدي مرستې ترلاسه کړې
د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د يوه خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر یو شمېر یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د دې ولایت په زرغون شهر، جانخيل، خوشامند او ډیلي ولسوالېو کې نغدي مرستې وويشلې، چې په یادو مرستو کې هر یتیم ته (۱۶۰۰۰) او هرې کونډې او معلول ته (۱۸۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
هغو کسانو چې مرستې یې تر لاسه کړی وې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د دغه نيک اقدام ستايني تر څنګ دلا زياتو همکاريو غوښتونکي شول.
د یادونې وړ ده چې د پکتيکا ولايت دشهيدانو او معلولينو چارو رياست په پام کې لري چې د دې ډول مرستو لړۍ د ولايت نورو لرې پرتو ولسواليو ته هم وغځوي.