په پنجشیر ولایت کې د شهیدانو او معلولینو (۲۰۰) مستحقو کورنېو مرستې تر لاسه کړې

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۰
mmd

د پنجشیر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست سره په همکارۍ او همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر دوه سوه مستحقو کورنېو باندې څلور سوه (۴۰۰) بورۍ اوړه وویشل چې هرې مستحقې کورنۍ ته په ترتیب سره دوه بورۍ چې سل کیلو ګرامه اوړه کیږي ورکړل شول.

د یادو مرستو د ویش پر مهال د پنجشیر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي کمال الدین رحیمي د مرستندویه مؤسسو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له مرستو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل تر څو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لا ډیرې مرستې چمتو او وویشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS