د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په کندهار ولایت کې د معلولینو ښارګوټي لپاره د څښاک د پاکو اوبو چمتو کولو په موخه د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د خیریه او بشري مرستو له مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۴:۵۶
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د خیریه مؤسسې  له اجرایوي مسؤل محترم محمد برات حسین خیل ترمنځ لاسلیک شو چې د هغه له مخې به د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په نوم د معلولینو په ښارګوټي کې د معلولینو دوه سوه (۲۰۰) کورنېو ته د څښاک  صحي او پاکې اوبه چمتو شي.

د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت یو لک او اووه اتیا زره او څلور سوه او څلویښت (۱۸۷۴۴۰) امریکایي ډالره دى، چې د پنځه کالو په موده کې به بشپړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS