د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د راپورونو او پلانونو د توحید او تحلیل نوی آمر معرفي او په کار یې پیل وکړ

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۴:۲۲
mmd

د معرفي په غونډه کې د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي، د بهرنېو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او د یاد ریاست کارکوونکو حضور درلود.

محترم مولوي حافظ محمد طاهر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او هدایت پر اساس د یاد وزارت د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له خوا د بهرنېو اړیکو او پلان ریاست کې د راپورونو او پلان د توحید او تحلیل د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

د معرفي په دې غونډه کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د ورسپارل شویو مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل: ښه به دا وي چې په راسپارل شویو دندو کې په پوره اخلاص او صداقت کار وکړو تر څو په چارو کې د پرمختګ او ترقي شاهدان واوسو. هغه همدا راز زیاته کړه: زموږ په هېواد کې ډېر بې وزله او مظلوم خلک شته، که موږ خپلې دندې په اخلاص او ایماندارۍ ترسره کړو، نو د خدای جل جلاله د رحمت ډېرې دروازې به زموږ پر مخ پرانیستل شي.

هغه همداراز نوي آمر ته د چارو په ترسره کولو کې د برياليتوب هیله څرګنده کړه او د یاد ریاست له کارکوونکو څخه یې وغوښتل تر څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره همغږۍ او د ورورولۍ په فضا کې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند کارکوونکو شتون درلود.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۳۳
Background image

د کابل ښار د شپېتو (۶۰) تنو یتیمانو ترمنځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همکارۍ، د اسلام مبارک دین د ویاړلي تاریخ او د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم د سیرت د لا ښه پېژندنې، د یتیمانو د سالمۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د‌ همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS