په بامیانو ولایت کې پنځه سوه (۵۰۰) تنو مستحقو معلولینو او کونډو مرستې ترلاسه کړې
د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې پنځه سوه (۵۰۰) تنو مستحقو معلولینو او کونډو باندې د درې لکه او پنځوس زره (۳۵۰۰۰۰) افغانېو په ارزښت پوښاک وویشل شول.
د یادو مرستو د ویش پر مهال د بامیانو ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو سره په کتنه کې په اسلامي نظام کې د هغوی د حقوقو د خوندیتوب ډاډ ورکړ او د کونډو څخه یې وغوښتل تر څو اسلامي حجاب مراعات کړي.
همدارنګه د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شاه ولي احمدي هم د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې او همداراز هغوی ته د مرستو د دوام ژمنه وکړه.