په پکتیا ولایت کې شپږسوه او نه دیرشو (۶۳۹) مستحقو کورنېو مرسته ترلاسه کړه

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۲:۱
mmd

په پکتیا ولایت کې د امریکا مسلمانانو د زکات خیریه بنسټ لخوا او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پرشپږ سوه او نه ديرشو (۶۳۹) د یتیمانو، کونډو او معلولینو کورنېو باندې مرسته وویشل شوه، په یاده مرسته کې هرې کورنې ته څلورویشت (۲۴) کیلو ګرامه وریجې ورکړل شوې.

د یادې مرستې د ویش پر مهال د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د یاد خیریه بنسټ له مرستې څخه مننه وکړه چې د مستحقو کسانو لاسنیوی کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند کارکوونکو شتون درلود.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۳۳
Background image

د کابل ښار د شپېتو (۶۰) تنو یتیمانو ترمنځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همکارۍ، د اسلام مبارک دین د ویاړلي تاریخ او د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم د سیرت د لا ښه پېژندنې، د یتیمانو د سالمۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د‌ همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS