د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه د رازي پراختیائي او ټولنیزې مؤسسې (RSDO) سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د رازي پراختیائي او ټولنیزې مؤسسې (RSDO) له سرپرست محترم عبدالناصر پویا تر منځ لاسلیک شو چې د هغه پر اساس به په هرات، غور او فراه ولایتونو کې څلور سوه او پنځه (۴۰۵) تنو مستحقو معلولینو ته د ویلچرونو د ویش، د نقدي مساعدتونو د ورکړې، د روزنیزو ورکشاپونو په لاره اچولو او همدارنګه د عامه پوهاوي په برخو کې خدمتونه وړاندې شي.
د يادونې وړ ده چې د يادې شوې پروژې ټوليز ارزښت یوشپیته زره اته سوه او څلویښت (۶۱۸۴۰) امريکايي ډالره دى، چې شپږو میاشتو په موده کې به بشپړه شي.