د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د عبدالله ایډ مؤسسې سره په همغږۍ پر پنځوسو (۵۰) تنو مستحقو معلولینو باندې په کابل ولایت کې ویلچرونه وویشل

د یاد شویو ویلچرونو د ویش پر مهال د یاد وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د عبدالله ایډ مؤسسې مسؤلینو ګډون درلود.
په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د عبدالله ایډ مؤسسې له مسؤل محترم شیخ عارف سوریا سره وکتل. په دې کتنه کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د یادې مؤسسې له مسؤل څخه یې وغوښتل چې مستحقو کسانو ته د ژمنېو مرستو په چمتو کولو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د یادې مؤسسې مسؤل محترم شیخ عارف سوریا په مرکز او ولایتونو کې د ژمنېو مرستو په چمتو کولو کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.