د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو نوی رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۵:۵۹
mmd

ښاغلی محمد صابر ځواک د یوې غونډې په ترڅ کې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي او د ننګرهار ولایت د اړوندو ادارو مسؤلینو ګډون درلود، د یاد وزارت د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي او په کار یې پیل وکړ.

 د معرفي په دې غونډه کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو، ښاغلي محمد صابر ځواک ته د نوې دندې مبارکي وویله او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۳
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له اړوندو کارکوونکو څخه د عقيدتي او فقهي مسایلو ازموینه واخیستل شوه

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد اړوند مسؤل له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته د دیني مسائلو د زده کړې په برخه کې یو منظم تدریسي پروګرام پېل شوی وو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۴۵
Background image

د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شبیر احمد ته، ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش په حضور کې د کارکوونکو چارو رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست په هلو ځلو د ترکیې هېواد د ندا‌ء الخیر مؤسسې له لوري د پنځوسو (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه.

د یادو. . .

BACK TO NEWS