په یو سل او اویا معلولیت لرونکو وګړو باندې نغدي مرستې وویشل شوې

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۴:۳۴
mmd

په (۱۷۰) بې وزله معلولیت لرونکو وګړو باندې د (UMMAH) خیریه بنسټ لخوا نغدي مرستې ترسره شوې.  ياد شوي کسان څه موده وړاندې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ټولنيزو خدمتونو د رياست له خوا د يوې سروې په ترڅ کې مستحق ګڼل شوي وو.

 د یادو مرستو د ویش په بهیر کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستيال شيخ صاحب عبدالحکيم حقاني، د نوموړي وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست، د معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالنافع منتفع او همداراز د ټولنیزو خدمتونو رئیس مولوي ثناالله فرقاني هم ګډون درلود.

په دې مرستو کې د هر معلول لپاره (۹۰۰۰) افغانۍ په پام کې نیول شوې وې، چې د (UMMAH) خیریه بنسټ د رئیس مفتي المرجان عاکف مدني له خوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ پر اړمنو کسانو وویشل شوې.

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست معلولیت لرونکو وګړو ته د (UMMAH) خیریه بنسټ له نغدي مرستو مننه وکړه او له نورو کورنېو او بهرنېو خیریه بنسټونو څخه یې وغوښتل تر څو له معلولینو او یتیمانو سره مرستې وکړي. نوموړي زیاته کړه چې دا لړۍ به په راتلونکي کې په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۲۵
Background image

د کابل ښار د (۱۳) مې ناحیې اړوند پر (۵۰) تنو مستحقو کونډو او ښځينه معلولینو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړمنو کورنيو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه موسسې په همکارۍ، د کابل ښار په (۱۳) مه ناحیه کې پر (۵۰) تنو کونډو او ښځينه معلولینو باندې د‌ کورنۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۲۰
Background image

په پکتیا ولایت کې څه باندې یو میلیون افغانۍ پر مستحقو یتیمانو ووېشل شوې

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مسلم هندز نړیوالې مؤسسې په همکارۍ یو میلیون، (۸۸) زره او (۶۴۰) افغانۍ پر (۴۳) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې، چې د هر یتیم بانکي حساب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۱۸
Background image

په کندهار ولایت کې (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته په کورونو کې د کالیو ګنډلو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (LOD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پنځوس (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته د خیاطۍ په برخه کې زده. . .

BACK TO NEWS