د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۶:۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان د یو لړ ولایتي سفرونو په ترڅ كې د یو پلاوي سره  د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو  ریاست څخه لیدنه وکړه.  په دې سفر کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي رئیس ښاغلې قاري محمد امین درویش، د څارنې او ارزونې، د تفتیش او همدارنګه د بشري سرچینو ریاستونو استازیو د ښاغلي مولوي کلیم الله افغان ملتیا کوله، د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینوچارو ریاست  د کارکوونکو د کړنو څرنګوالې  یې وڅیړل، او یاد ریاست پر وړاندې یې شته ستونزې او ننګونې واورېدې او د حل پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي د یاد ولایت دشهیدانو او معلولینوچارو ریاست د کارکوونکو او ادارې ارزونه وکړه، او د ادارې د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې ورکړې، او د بودیجې  د مصرفولو پر وړاندې پرتې ستونزې او خنډونه له منځه یوړل شو.

د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوی كلیم الله افغان د دغه ریاست د ستونزو له اوریدو وروسته د دغو ستونزو د حل په برخه کې د لازمو همكاریو ژمنه وكړه،  او په دې ولایت كې یې د بودیجې په بشپړ او شفاف ډول مصرفولو  ټینګار وكړ .

په پام کې ده چې ښاغلې مولوي کلیم الله افغان د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو  ریاستونو د ارزونې وروسته، د زابل، غزنی او میدان وردګو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو څخه هم لیدنه وکړي، او د بودیجې د مصرفولو پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې له منځه یوسي، او همداراز د اړوندو رياستونو د کړنو او فعالیتونو د څرنګوالي ارزونه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۲
Background image

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو له رئیس سره وکتل

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رسول حنفي د شهیدانو د فوتي راپورونو د اصلاح او یتیمانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د ورکړې په برخه کې د شته ستونزو د حل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۲۹
Background image

په فراه او هرات ولایتونو کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي ودانۍ او اړوندو برخو د ترمیم ساختماني پروژې په موخه، د آفر پرانستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي ودانۍ او اړوندو واحدونو د ترمیم ساختماني پروژې په موخه، د آفر پرانستنې غونډه د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت په دفتر کې، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې. . .

BACK TO NEWS