د شهيدانو او معلولينو چارو د برنامو او همغږۍ مرستيالې د لوګر والي له مرستيالې سره ليدنه

د شهيدانو او معلولينو چارو د برنامو او همغږۍ مرستيالې د لوګر والي له مرستيالې سره ليدنه
نن دوشنبه د مرغومې په ۱۰مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ، د لوګر والي مرستيالې آغلې رابعې ستانکزۍ سره وکتل او په لوګر ولايت کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو په هکله يې سره خبرې وکړې.
په پيل کې آغلې ستانکزۍ په لوګر ولايت کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د حقونو د ځنډ، د معلوليت لرونکو وګړو ټولګټو ځايونو ته فزيکي نه لاسرسي او په ياد ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د ساختمان نشتون په هکله خپلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.
ورپسې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ په لوګر ولايت کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه د ټولو اړونده ادارو ګډ مسوليت وګاڼه او د وزارت په استازيتوب یې ورسره د هواري په برخه کې د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.
نوموړې زياته کړه، چې په مرکز کابل او ولايتونو کې د اسنادو ارزونې او سمونې کميټو له لوري د اسنادو تر بشپړ کتنې وروسته به پاتې حقوق حواله شي او زياته يې کړه، چې د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د فزيکي لاسرسي په برخه کې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت سره د شوې هوکړې له مخې به، په ټولو ټولګټو ځايونو کې دغه اسانتياوې برابرې شي.
د آغلې اندړ په خبره، چې د لوګر د والي په ګډون به له اړونده بنسټونو سره د لوګر د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د تعمير د نشتون ستونزې د حل په موخه به له هغوی سره همغږي وکړي او ترڅنګ به يې په لوګر ولايت کې له اړتيا سره سم د ياد آمريت د بشري سرچينو او استخدام ستونزه هم په بيړنۍ توګه هواره کړي.