له کوچني اختر وړاندې به د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره حقوق حواله شي

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۱:۱۸
ق

له کوچني اختر وړاندې به د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره حقوق حواله شي

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مشرتابه هئيت د روژې مبارکې مياشتې په درناوي او د شهيدانو درنې ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته په کتو، پرېکړه وکړه چې د بشپړ اسنادو درلودو او د ارزونې او کتنې کميسيون څخه د سم ګڼلو په صورت کې به د نظامي شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د ۱۴۰۰م لمريز کال ټول حقوق او د ملکي شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ته د روان کال شپږو مياشتو حقوق له کوچني اختر وړاندې په يو ځايي ډول حواله کړي.

نو پر همدې بنسټ نن سه شنبه د غويي په ۷مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د خدمتونو وړاندې کوونکې او ملاتړ مرستيالې جميلې نورستانۍ په مشرۍ د اسنادو د پروسس چارو د چټکتيا په موخه د اشر په ډول د وزارت له کارکوونکو د اسنادو د کتنې او حقونو د حواله کولو لپاره ګډه کميټه جوړه کړه، څو په روژې مبارکې مياشتې کې د بشپړ اسنادو لرونکو شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره حقوق تاديه شي.

آغلې نورستانۍ د ملکي شهيدانو له هغو درنو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو څخه، چې لا يې هم برېښنايي تذکرې نه دي اخيستې او اسناد يې نيمګړتياوې لري، وغوښتل چې اسناد تکميل کړي، څو ژر تر ژره خپل حقوق ترلاسه کړي.

يادونه: له ۱۳۸۰ هجري لمريز کال را په دېخوا د نظامي شهيدانو ورثې او معلولينو د اسنادو د ارزونې بهير اسانۍ ته په کتو، نژدې ټول اسناد د بشپړيدو په حال کې دي او د برېښنايي تذکرې د درلودو په صورت کې به ورته د ۱۴۰۰ھ لمريز کال ټول حقوق او له برېښنايي تذکرو پرته به ورته د شپږو مياشتو حقوق حواله شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۸:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۸:۵۷
Background image

د څارنې او ارزونې پلاوي په کنړ ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره کړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ یو پلاوي د مرکز او ولایتونو د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۸:۵۲
Background image

د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم مولوي محمد نبي محمدي د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS