د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۸:۵۲
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم مولوي محمد نبي محمدي د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د دې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري کارکوونکو ته معرفي او خپله دنده یې رسماً پیل کړه.

د معرفي په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د خوست ولایت د دفتر رئیس محترم مولوي محمد صابر صابري، د شهیدانو او معلولینو چارو پخواني رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان او یو شمېر نورو مسؤلینو حضور درلود.

په دې غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي امارت له هغو مهمو ادارو څخه دی چې تر ټولو زیانمن شوي قشر، یعنې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو سره نږدې اړیکه لري. نوموړي زیاته کړه، چې دې قشر ته خدمت کول یوازې اداري دنده نه، بلکې یو لوی ایماني، وجداني او انساني مسؤلیت دی او باید له شته امکاناتو څخه په مؤثرې ګټې اخیستنې سره معیاري او مناسب خدمتونه وړاندې شي.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې کارکوونکي به له شته امکاناتو او منابعو څخه په سمې استفادې او همداراز د نوي رئیس سره په پوره همغږۍ او د هغه په اطاعت، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ستونزو او غوښتنو ته بشپړه رسیدګي وکړي.

همداراز په دې غونډه کې د خوست ولایت د دفتر رئیس محترم مولوي محمد صابر صابري هم په خپله وینا کې وویل: په هر اداره کې تغییر او تبدیل یو اصل دی، چې له مخې یې د نویو وړتیاوو او تجربو څخه ګټه اخیستل کېږي او دا په چارو کې د لا زیات پرمختګ سبب ګرځي.

نوموړي د خوست ولایت د پخواني رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان د خدمتونو ستاینه وکړه، هغه یې یو ژمن، مسؤل او خدمتګار شخصیت یاد کړ، او د هغه د ترسره شوو هڅو څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS