د معلولیت لرونکو وګړو لپاره به د کارموندنې طرحه بډايه شي

sadiq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۸:۵۳
ds

د معلولیت لرونکو وګړو لپاره به د کارموندنې طرحه بډايه شي

نن شنبه د وري په ۱۴مه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پروګرامونو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ په مشرۍ د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د کارموندنې طرحې د بډاينې په موخه مشورتي ناسته وشوه.

اغلې اندړ، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې په تړاو وويل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د جلالتماب رئيس جمهور له لارښوونې سره سم د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د کارموندنې طرحه او پلان چمتو کړی، کوم چې په دولتي او غيردولتي بنسټونو کې به د معلوليت لرونکو وګړو په ګومارنه کې د پاموړ اسانتياوې رامنځته کړي.

اغلې اندړ زیاته کړه، چې ياده طرحه يې د جمهوري رياست د چارو له اداري سره شريکه کړې او د پياوړتيا او بډایه کولو لپاره يې ګډې هڅې روانې دي.

آغلې اندړ د وزارت اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د معلولينو د کارموندنې طرحه بياځلې وګوري او په تړاو يې ورسره د سمونې په پار رغوونکي نظرونه شريک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS