د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي بدخشان ولايت کې د رسنيو استازو سره وکتل
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي بدخشان ولايت کې د رسنيو استازو سره وکتل
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدين آريوبي نن بدخشان کې د خپلو لیدنو پر مهال د بهرنيو او کورنيو رسنيو له استازو سره ناسته وکړه.
ښاغلي آریوبي یاده ناسته کې د رسنيو استازو ته بدخشان ولايت ته د خپل سفر په اړه مالومات ورکړل.
ښاغلي آريوبي خبریالانو پوښتنې ځواب کړې او د چارواکو په ګډون يې ورسره د بدخشان ولايت له بېلا بېلو اقشارو سره د ليدنو جزيات شريک کړل.