د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په خوست ولایت کې د دې وزارت له اړوند ریاست د فعالیتونو او کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۹:۱۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په مشرۍ یو پلاوي چې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي یې ملتیا کوله، د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اجراآتو، فعالیتونو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ارزونه ترسره کړه.

همداراز محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د خوست ولایت له والي محترم مولوي عبدالقیوم روحاني سره هم وکتل. په دې لیدنه کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو اړوند موضوعاتو د بحث ترڅنګ، د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اداري ودانۍ اړوند ستونزې هم مطرح شوې.

محترم شيخ صاحب د خوست ولایت له والي څخه وغوښتل چې د یاد ریاست د اداري ودانۍ ستونزو د حل په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د خوست ولايت محترم والي هم ژمنه وکړه چې د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د اداري ودانۍ د ستونزو د حل په موخه به هر اړخيزې هڅې وکړي، تر څو شته خنډونه له منځه يوړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS