په کنړ ولایت کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي وویشل شول

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۳:۲۹
mmd

د (HHRD) خیریه مؤسسې له لوري او د کنړ ولایت د شهیدانو  او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ د دې ولایت په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو یتیم زده کوونکو باندې خوراکي او غیر خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، لوبیا، غوړي، بوره، مالګه او همداراز البسه شامل وو، وویشل شول.

په ورته وخت کې هر یتیم ته (۳۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

د یادو مرستو  د ویش پر مهال د دې ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مفتي عبيدالله حقاني د وزارت رهبرۍ ترڅنګ له يادې مٶسسې څخه هم مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو آمر، د ټولنيزو چارو مدير او د يادې ولسوالۍ د شهيدانو او معلولينو چارو مدير هم حضور درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS