په کندهار ولايت کې پر یو شمېر معلولينو باندې ويلچرونه ووېشل شول

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۹:۳۳

د کندهار ولایت دشهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسی سره په همغږۍ په یاد ولایت کې (۲۰۰) مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد طاهر آغا د وزارت د رهبرۍ ترڅنګ، له یادې مؤسسی څخه مننه او قدردراني وکړه چې د دې ځوريدلي او کړيدلي قشر لاسنيوی کړی دی، نوموړي معلولینو ته هم د لازياتو مرستو د‌ برابرولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS