په کاپیسا ولايت کې پر (۳۸۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په (۳۸۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم الحاج مولوي ګل خان ګل محمد او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.
په ورته وخت کې هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې هم د ورته مرستو غوښتنه وکړه.