په کابل کې د شهر دبۍ پر هوټل د تروریستي پېښې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د ثبت پروسه پیل شوه

mmd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۷ - ۹:۲۹
عکس

د شهر دوبۍ هوټل د انتحاري حملې د شهیدانو وارثین او معلولین د حقوقو ورکړې کتابچو لپاره ثبت شوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د شهر دوبۍ هوټل د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د حقوقو ورکړې کتابچو او ثبت لړۍ نن رسماً پیل کړه.

دا لړۍ د جلالتماب جمهور رییس په لارښوونه او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په حضور کې د دې وزارت په تالار کې پیل شوې او تمه ده، چې د یادې پېښې ۸۷  د شهیدانو وارثین له وزارت سره ثبت او د خپلو حقوقو کتابچې ترلاسه کړي.

دا پروسه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له کړیو ژمنو څخه ده او د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته رسیدګي خپل مسولیت ګڼي.

دا وزارت همېشه او د هېواد په هر ګوټ کې په دې هڅه کې دی، چې د یاد قشر ستونزو ته په چټکه توګه رسیدګي وکړي او دا چاره خپله ملي او انساني وجیبه ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې دا خونړۍ پېښه د زمري میاشتې په ۲۶ نېټه د کابل ولایت په شهر دوبۍ هوټل کې د واده په مراسمو کې وشوه، چې  زموږ ګڼ شمېر بې ګناه هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل

برای بازدید عکس های پروسه اینجا کلیک نماید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS