په پروان ولایت کې د شهیدانو وارثینو او معلولینو د اسنادو د سروی او بررسۍ بهیر پېل شو

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۸:۵۸
mmd

د بشپړ شفافیت د تأمین، د ملي بوديجې د ضایع کېدو څخه د مخنیوي، حق، حقدار ته د سپارلو او د جعل او تزویر د له منځه وړلو په موخه، د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د اسنادو د سروې او بررسۍ پروسه پېل شوه.

یاده پروسه د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالاحد سعد تر مشرۍ لاندې، د یاد ریاست د مؤظف ټیم له‌خوا، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د منظورې شوې طرحې پر بنسټ، کور په کور په نوبت وار او منظم ډول تطبیق کېږي، تر څو د شهیدانو د کورنیو او معلولینو اسناد په دقیقه توګه وارزول شي او مستحق کسان له غیر مستحقو کسانو څخه جلا شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS