په هرات ولایت کې (۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۹:۳۱
mmd

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په روژې مبارکه میاشت کې د معلولینو د ملاتړ په موخه د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۵۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې چې په هغه کې (۴) ډوله خوراکي توکي شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل.

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مولوي علاءالدين سعد د احساس خیریه مؤسسې له مرستو مننه وکړه او دا اقدام یې د معلولینو د ملاتړ په برخه کې د امارتي ادارو او د خیریه مؤسساتو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ نښه وبلله، نوموړي هیله وښوده چې نورخیریه بنسټونه هم د دې اړمن قشر د اقتصادي شرایطو د ښه والي لپاره ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS