په ننګرهار ولایت کې له ۲۰۷ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر ښاغلې قاری محمد اسحاق سعید وایې: د جرمني هېواد مرستې د افغان ماشومانو لپاره په مالي همکارۍ ۲۰۷ کونډو یتیمانو او معلولینو کورنیو سره (۱۰۶۶۰۵۰) افغانیو په اندازه مرسته تر سره کړه.
نوموړی زیاتوي، په دې مرستو کې خوراکي توکې شاملې وی د ښاغلي سعید پر وینا، دوې هڅه کوي تر څو نورې مرستندویه موسساتو په همکارې په دې ولایت کې دکونډو ، یتیمانو، معلولینو او جګړه ځپلو کورنیو ته د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.
ښاغلی قاری صیب سعید زیاتوي، په همدې موخه یې تراوسه د ګڼو مرستندویه موسساتو او خیریه بنسټونو سره ناستې ترسره کړې او ژمنه کوي، چې په ننګرهار کې به د کونډو، یتیمانو، جګړه ځپلو او معلولینو کورنیو ته د مرستو د پیدا کیدو او رسولو په برخه کې لا خپلې هڅې ګړندې کړي.
همدې حال کې هغه کورنۍ، چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې له جرمني هیواد د ماشومانو لپاره ادارې او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه مننه وکړه، چې د دوې لاس نیوی یې وکړ.
