په ننګرهار ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل شول!

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۵:۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ یو پلاوی چې د یاد ریاست د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله او د دې ریاست دوه مسلکي غړي هر یو محترم محمد شفیق شیرزاد او محترم محمد فاروق ځلاند یې ملتیا کوي، په ننګرهار ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه څیړنه او ارزونه ترسره کړه.

په پیل کې د یاد ریاست رئیس  ښاغلی محمد صابر ځواک او اړوند کارمندانو سره اداري جلسه ترسره شوه.

الحاج مولوي نورالحق حقاني د یاد ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ته خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دنده یو دروند مسؤلیت ده هڅه وکړئ چې په اخلاص او صداقت سره یې تر سره کړي زمونږ هم امید شته چې تاسو به خپلي دندې په ښه توګه تر سره کوئ خو لا هم زیاتي هڅې او کوششونه وکړي د خپل رئیس او آمر اطاعت واجب ده ، په پوره اخلاص سره خپل سپارل شوي مسؤلیتونه تر سره کړئ تر څو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوی به د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت په پروسه کې د شفافیت او د ځینو ستونزو د حل په موخه د یاد ولایت د چپرهار ، بټې کوت او کامې ولسوالیو ته سفر وکړي.

 

په پام کې ده چې مؤظف پلاوی به د ننګرهار ولایت مقام له مسؤلینو سره د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ستونزو د له منځه وړلو په موخه هم لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS