په لوګر ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۳۱
mmd

د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د امریکا د مسلمانانو زکات خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په دې ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او همداراز په غیر خوراکي مرستو کې قرطاسیه باب او د حفظ الصحې توکي شامل وو، ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي نیاز محمد هجرت او د یادې مؤسسې مسؤلينو حضور درلود.

محترم مولوي نیازمحمد هجرت یتیمانو ته د مرستو چمتو کولو په پار د یادې مؤسسې له مسؤلينو څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS