په لغمان ولایت کې پر (۱۸۳) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي وویشل شول

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۱:۸
mmd

د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د لایف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې پر (۱۸۳) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، مکروني، لوبیا، دال، مالګه، بوره، چای، روح افزا، خُرما او په غیر خوراکي توکو کې د ماشومانو لپاره د لوبو ځینې وسایل شامل وو، ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج ملا فیض الله جواد د يادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او یتیمانو ته یې د خیریه بنسټونو او مؤسسو له لوري د لازياتو مرستو د را جلبولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS