په زابل ولايت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۵۹

د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهيدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

یادې مرستې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم  سید فضل الدین آغا حامد، د‌ اړوند ریاست آمر محترم احسان الله صادق په شتون کې پر مستحقینو ووېشل شوې.

محترم سید فضل الدین آغا د یادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او پر نورو خیریه بنسټونو یې هم غږ وکړ چې د شهيدانو کورنيو او معلولينو لپاره لا زياتې مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۳
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د دوو خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د دوو خالي بستونو د ډکولو په موخه، چې یو یې د مالي او حسابي چارو په ریاست کې بالمقطع او بل یې د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۱
Background image

په کندهار ولایت کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکه فعاله شوه

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني کلي کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو لپاره د پاکو اوبو یوه شبکه فعاله او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۸:۵۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست فعالیتونه وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نږدې یوه میاشت وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو د ارزونې لړۍ پیل کړې وه.

نن د دغې ارزونې د. . .

BACK TO NEWS