په زابل ولايت کې پر (۱۵۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې خوراکي او غيرخوراکي توکي وویشل شول

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۱:۴۹
mmd

د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د سیلاب خیریه بنسټ له لوري او د دې ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په همغږۍ پر(۱۵۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، مالګه، بوره او په غیر خوراکي توکو کې د اختر لپاره دوه جوړې جامې او نکریزې شاملې وې، ووېشل شوې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د زابل ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش، د یاد خیریه بنسټ مسؤل محترم سيد احمد سیلاب او د یاد ولايت د مقام ویاند محترم وثیق هم حضور درلود.

د زابل ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د دې خیریه بنسټ له مرستو څخه مننه وکړه چې تل یې د دې اړمن قشر لاسنیوی کړی دې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS