په دوه سوه (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې په کاپیسا ولايت کې خوراکي توکي ووېشل شول
د یتیمانو د ژوند شرایطو د ښه کولو په موخه د کاپيسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته خوراکي توکي چې په هغه کې شپږ بورې اوړه، دوه بورې وریجې او همداراز شپږ بوتله غوړي موجود وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د کاپيسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي ګل خان ګل محمد د مؤسسې له مسؤلینو څخه یې یتیمانو ته د مرستو چمتو کولو په پار مننه وکړه.